کوټه (ویب نیوز) د جمیعت علمای اسلام نظریاتي پاکستان مرکزي امیر مولانا عبدالقادر لوني، جنرل سیکرټري مفتي شفیع الدین، مرکزي سیکرټري اطلاعات سید حاجي عبدالستار شاه چشتي او حاجي حیات الله کاکړ په ګډون نورو مشرانو په صوبه کې پر بینالاقوامي لویو لارو د لوټمار، مسافرو د موټرو غلا او په ځانګړي ډول د پښتون بیلټ کوټه، قلعه عبدالله، چمن، پشین، لورالايي، دکي او نورو سیمو کې د زیاتېدونکو وژنو پر پېښو سختې اندېښنې څرګندې کړې دي. دوی وویل چې په وروستیو څو ورځو کې د لسګونو بېګناه کسانو وژل کېدل او د درنو جرمونو زیاتېدل ټول ولسونه سخت اندېښمن کړي او د حکومت د دعوو برعکس د امن وضعه لا نوره خرابېږي. مشرانو وویل چې دا ناوړه وضعیت د حکومت او ادارو د ناکامۍ څرګندونه کوي او خلک اوس د خپل ځان د خونديتوب لپاره اندېښمن دي، نو اړتیا ده چې ټولې سیاسي او مذهبي ډلې په ګډه د امن لپاره عملي لاره جوړه کړي، ځکه د ولس د سر او مال خوندیتوب د ریاست اساسي ذمه واري ده.
