پاکستان دا مهال د داسې یوه څلورلارې پر سر ولاړ دی چېرې چې د دولت، سیاست، وفاق او د ولسي باور په اړه بنسټیزې پوښتنې په شدت سره راپورته کېږي. د هېواد په بېلابېلو وفاقي واحدونو کې مخ په زیاتېدونکې بېباوري، سیاسي کړکېچ، امنیتي ننګونې او د وفاقي اکائیو ترمنځ د اعتماد کمښت وضعیت لا پېچلی کړی دی. په داسې حالاتو کې د تېرو تجربو تکرارول او په لا زیات شدت سره یې پلي کول د ستونزو حل نه، بلکې د هغو د زیاتېدو لامل کېدای شي.
په نږدې تېر وخت کې په بلوچستان کې ناراضه عناصر د «بلوڅ ناراض وروڼه» په نوم یادېدل او د سیاسي جوړجاړي او خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کېده، خو د وخت په تېرېدو سره د هغوی لپاره بېلابېل او لا سخت اصطلاحات کارول پیل شول. همدارنګه د پښتنو سیاسي مشرتابه او ملتپاله سیاست هم د اوږدې مودې لپاره د تورونو، شکونو او سیاسي فشارونو سره مخ پاتې شوی دی. له بلې خوا د ځینو نورو حلقو لپاره نرم دریځ او د پخلاینې ژبه کارول کېږي. دغه غیر مساوي چلند د بېلابېلو طبقو ترمنځ د محرومیت احساس پیاوړی کړی دی.
د کشمیر د ازادۍ په مبارزه کې تاریخي رول لرونکي قبایلي سیمې او د هغوی ولسونه نن خپله له ګڼو پوښتنو او ستونزو سره مخ دي. د ګلګت بلتستان د ټاکنو په اړه راپورته شوي بیانونه او تورونه هم دا څرګندوي چې د ټاکنیز بهیر پر شفافیت د باور بحران یوازې یوې سیمې پورې محدود نه دی. د هېواد لوی سیاسي ګوندونه هم د ټاکنو د روڼتیا او ولسي استازیتوب په اړه ژور اختلافات لري. حکومت او اپوزیسیون یو پر بل د درغلیو، سیاسي انجینرۍ او د ولسي ارادې د تحریف تورونه پورې کوي، په داسې حال کې چې د خبرو اترو بلنې هم په داسې چاپېریال کې ورکول کېږي چې د اصلي اړخونو د ګډون په اړه پوښتنې موجودې دي.په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امن او نظم وضعیت، د دولتي ادارو فعالیت او د خلکو د خوندیتوب په اړه اندېښنې تر دې کچې رسېدلې دي چې په ځینو سیمو کې خلک د خپلې ساتنې لپاره د سیمهییزو لښکرو او دفاعي کمېټو د جوړولو خبرې کوي. له بلې خوا وسلهوالې ډلې هم خلکو ته خبرداری ورکوي او ګواښونه کوي. دا وضعیت د هر دولت لپاره د جدي اندېښنې وړ دی، ځکه کله چې وګړي د خپلې امنیتي اړتیا لپاره د دولت پر ځای بدیلې لارې لټوي، نو دا د اعتماد د بحران څرګنده نښه بلل کېږي.د دې ټول شالید په رڼا کې تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې آیا د هېواد پالیسي جوړوونکي د اوسنیو حقایقو او ځمکنیو واقعیتونو منلو ته چمتو دي؟ آیا د وفاق پیاوړتیا یوازې د اداري او امنیتي اقداماتو له لارې ممکنه ده، که د سیاسي باور، آئیني برابرۍ او ولسي ګډون اړتیا هم ورته شته؟ تاریخ ښيي چې دوامدار ثبات د زور له لارې نه، بلکې د سیاسي مفاهمت، عدالت او مشارکت له لارې ترلاسه کېږي.
پاکستان یو څو قومي، څو کلتوري او متنوع وفاق دی. د دې حقیقت له منلو پرته د ملي یووالي خوب نه شي پوره کېدای. د وخت غوښتنه دا ده چې وفاق او د هغه اکائۍ د یوه نوي عمراني تړون بنسټ کېږدي؛ داسې تړون چې د آئین له روحیې، د ولس له ارادې، صوبایي خودمختارۍ، د سرچینو له عادلانه وېش او د سیاسي حقونو له درناوي څخه الهام اخلي. همدا لاره کولی شي د یوه سوکاله، باثباته او سولهییز پاکستان تضمین وکړي.له بده مرغه موږ لا هم د دې پر ځای چې په دې لوري کې جدي پرمختګ وکړو، د تېرو ناکامو نسخو تکرار ته دوام ورکوو او هغه په نوي بڼه ازمویو. تر هغه چې دولت او سیاسي مشرتابه د ځمکنیو حقایقو درک ونه کړي او د باور جوړونې، خبرو اترو او ملي پخلاینې لپاره عملي ګامونه پورته نه کړي، د ستونزو د حل پر ځای د هغو د لا ژورېدو خطر به موجود وي.پاکستان نن یوازې اداري پرېکړو ته اړتیا نه لري، بلکې یوه نوي سیاسي لیدلوري، نوي ملي مکالمې او نوي عمراني تړون ته اړتیا لري. همدا هغه لاره ده چې وفاق پیاوړی، اکائۍ مطمئن او دولت باثباته کولی شي.
