ګنداخه (ویب نیوز) د بلوچستان د حکومتي ښوونکو د ټولنې مرکزي مشر سجاد حسین رند ویلي چې د جون په ۱۷مه په کوټه کې ترسره کېدونکی احتجاج به د سرکاري کارکوونکو، ښوونکو او مزدورانو د حقونو د ترلاسه کولو مبارزه کې یو تاریخي او پرېکنده پړاو وي. نوموړي وویل چې د صوبې کارکوونکي د خپلو حقونو لپاره سره یو موټی شوي او د حکومت د بې غورۍ پر ضد به پراخ احتجاج کوي. هغه زیاته کړه چې ښوونکي او سرکاري کارکوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خپلو حقونو تر ترلاسه کولو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي۔
