مقامی ۷ اگست ۲۰۲۶

د اګست د شهیدانو قربانۍ د تاریخ نه هېرېدونکی پانګه ده: مابت کاکا

چمن (ویب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند صوبايي جنرل سیکرټر مابت کاکا ویلي چې د اګست د شهیدانو سترې قربانۍ د تاریخ نه هېرېدونکې پانګه ده چې تر پایه به یادې ساتل کېږي. هغه وویل، د سپین تنګي بنو، بابړې، ساینس کالج، چمن، سول روغتون، مانګي ډیم شهیدانو، شهید ملک عبیدالله کاکړ، شهید نورالله دومړ، شهید خالق داد بابړ او نورو شهیدانو د بشري حقونو، د ولس پر وسایلو د اختیار، ریښتینې ولسواکۍ، د آئین د بالادستۍ، سولې او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره خپل ژوندونه قربان کړل. مابت کاکا وویل چې د عوامي نېشنل ګوند مشرانو او کارکوونکو هر وخت د آمریت، ظلم او بې‌انصافۍ پر ضد غږ پورته کړی او د شهیدانو قربانۍ د ګوند د مبارزې ستره شتمني ده. هغه زیاته کړه چې د اګست د شهیدانو په یاد به نن د چمن د باچا خان مرکز مخې ته په ټرېنچ روډ ستره غونډه ترسره کېږي چې پکې به مرکزي او صوبايي مشران ویناوې وکړي. نوموړي د چمن له ولسه وغوښتل چې په دغه غونډه کې په پراخه کچه ګډون وکړي او د شهیدانو قربانیو ته درناوی وړاندې کړي، همدارنګه د سولې، ملي یووالي، د آئین د بالادستۍ او د ولسي حقونو لپاره د مبارزې د دوام هوډ تازه کړي.