مقامی ۱۶ جون ۲۰۲۶

په غلزي روډ کوټه کې ډزې، پنځه کسان ټپیان، وسله وال کس په پلازه کې کلابند

کوټه(ویب نیوز) د کوټې د غلزي روډ په سیمه کې د ډزو په یوه پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې تورن وسله وال له پېښې وروسته یوې پلازې ته ننوتی او هلته کلابند شوی دی. پولیسو سیمه کلابنده کړې او عملیات یې پیل کړي دي. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او درملنه یې روانه ده. د پولیسو په وینا د تورن پېژندنه شوې او د نیولو لپاره یې هڅې دوام لري، همدارنګه د پېښې د اصلي لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې دي۔