کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان پوهنتون اکیډمک سټاف ایسوسی ایشن ویاند د صوبایي بجټ کې د 12 دولتي پوهنتونونو لپاره د ګرانټ نه زیاتولو سخت غندنه کړې او دا یې د تعلیم ضد او مایوسه کوونکی اقدام بللی دی۔ په بیان کې ویل شوي چې پوهنتونونه له وړاندې له سخت مالي بحران سره مخ دي، خو یوازې 8 اربه روپۍ ځانګړې شوې دي چې بسنه نه کوي۔ د ویاند په وینا په بلوچستان پوهنتون کې د متقاعدینو واجبات، پنشن او نورې ورکړې ځنډېدلې دي او د جی پي فنډ حسابونه هم خالي دي۔ دوی له حکومت غوښتنه کړې چې د تعلیم لپاره دې سمدستي بودیجه زیاته کړي۔
