بلوچستان د اسمبلۍ د بجټ په غونډه کې صوبایي وزیر سردار عبدالرحمن کهتران وړاندیز وکړ چې د مریم نواز شریف په څېر دې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سندھ کې هم ښځې وزیر اعلیٰ ګانې وټاکل شي تر څو د ښځو حقیقي توانمندي رامنځته شي. هغه وویل چې په ځینو سیمو کې ستونزې شته خو په عمومي ډول امن ښه شوی او استازي په ازاد ډول خپلو سیمو ته ځي. هغه د وزیراعظم د سفارتي هڅو ستاینه هم وکړه او ویې ویل چې پاکستان د نړۍ په کچه د سولې او مذاکراتو لپاره مهم رول لوبولی دی.
