کوټه (وېب نيوز) په ښار کې د سوداګرو د اوږدمهاله غوښتنې له مخې د عبدالستار سړک د سوداګریزو فعالیتونو او تګ راتګ لپاره د پرانستلو پرېکړه شوې ده. دا پرېکړه د تاجر مشر عبدالرحیم کاکړ او ادارې ترمنځ د بریالي مذاکراتو وروسته شوې ده. دواړو لورو موافقه کړې چې له پرانستلو وروسته به تجاوزات نه زغمل کېږي او د ټرافیک او صفايۍ بهیر به منظم ساتل کېږي. سوداګرو دا ګام د ښار او اقتصاد لپاره مثبت بللی دی.
