کوټه (ویب نیوز) د خضدار د وډه سیمې څخه خضدار ته روان پر مسافر وړونکي بس د شهدايي چیک پوسټ ترڅنګ نامعلومو وسلوالو ناتاره ډزې کړې دي، چې له امله یې بس ته جزوي زیان اوښتی، خو نېکمرغه دا چې هیڅ ډول ځاني زیان نه دی رامنځته شوی. د ډزو له امله د بس ښیښې ماتې شوې او مسافر له سختې وېرې سره مخ شول. سرچینې وایي چې څو ورځې وړاندې ټرانسپورټرانو او ډرېورانو ته هم د ګواښونو ټیلیفوني پیغامونه رسېدلي وو. له پېښې وروسته د ټرانسپورټ سکتور اړوندو کسانو د امنیت د ټینګښت او د پېښې د عاملینو پر ضد د سخت اقدام غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې امنیتي ادارو پلټنې پیل کړې دي.
