نوشکي (ویب نیوز) د نوشکي په احمدوال سټاپ جناح روډ کې نامعلومو وسله والو په ډزو کې د سي ټي ډي ډي ایس پي ماما افضل محمد حسني سخت ژوبل شو او وروسته یې ساه ورکړه او شهید شو۔ هغه روغتون ته وړل شوی و خو ژوند یې پاتې نه شو۔ د سرچینو له مخې برید کوونکي له سیمې تښتېدلي دي۔ د پېښې وروسته پولیس او امنیتي ادارو سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې پیل کړې دي۔
