کوټه (وېب نيوز) د نېشنل ګوند مشرانو په کوټه کې د ګرانډ الائنس پر مشرانو او دولتي کارکوونکو د پوليسو له لوري د تشدد او نيولو سخت غندنه کړې او دا يې د جمهوري او اساسي حقونو سرغړونه بللې ده. هغوی ويلي چې پر سوله ييز احتجاج کوونکو کارکوونکو زور کارول د افسوس وړ دي او حکومت بايد نيول شوي کسان ژر تر ژره خوشې کړي. دوی ټينګار کړی چې د ستونزو د حل لپاره بايد د زور پر ځای د خبرو او مذاکراتو لاره غوره شي.
