تازه خبرونه ۲۰ جون ۲۰۲۶

د شهید عثمان کاکړ پنځمه کلیزه نن په قلعه سیف الله کې نمانځل کېږي

قلعه سیف الله (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د انجینرۍ او معمارۍ فورم د ملي شهید عثمان خان کاکړ د پنځم تلین په مناسبت نن په قلعه سیف الله کې جوړېدونکي ستر ولسي غونډې ته د انجینرانو، معمارانو، استادانو، زده کوونکو، سیاسي فعالانو او د ټولنې د بېلابېلو برخو خلکو د پراخ ګډون بلنه ورکړې ده. د فورم په وینا، شهید عثمان کاکړ خپل ټول سیاسي ژوند د ولسواکۍ، بشري حقونو، د اساسي قانون د واکمنۍ او د محکومو قومونو د حقونو لپاره وقف کړی و. د مرکزي غونډې تر مخه به د فورم یو مهم تنظيمي اجلاس هم ترسره شي چې پکې به د تنظیمي چارو، راتلونکې تګلارې او د مرکزي کانګرس د جوړېدو په اړه بحث وشي.