کوټه(وېب نیوز)کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ له خوا د نوي مالي کال د بجټ له منظورۍ وروسته د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي په خپله وینا کې د مملکت له صدر آصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شریف، د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف او د پیپلز ګوند مشر بلاول بھټو زرداري څخه ځانګړې مننه وکړه. هغه وویل چې د ائتلافي سیاسي مشرتابه دوامداره لارښوونې او همکارۍ مثبت اغېزونه د صوبې پر پرمختیايي تګلارو او د عامه فلاح پروژو باندې لرلي دي، او د وفاق او صوبو ترمنځ د ښه همغږۍ له لارې به په بلوچستان کې د پرمختګ، ثبات او سوکالۍ سفر نور هم ګړندی شي. وزیر اعلیٰ همدارنګه د چیف سیکرټري بلوچستان شکیل قادر خان ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغه د ښه حکومتدارۍ، اداري اصلاحاتو او پرمختیايي پروژو په وخت بشپړولو کې مهم او اغېزمن رول ادا کړی دی، چې له امله یې د حکومتي کارکردګۍ او ولسي آسانتیاوو کې واضح ښه والی راغلی دی.
