تازه خبرونه ۲۳ جون ۲۰۲۶

امریکا د ایران د تېلو او پټرولیمي محصولاتو بندیزونه په موقتي ډول لرې کړل

کوټه (وېب نیوز) امریکا د ایران د تېلو او پټرولیمي محصولاتو پر صادراتو لګېدلي بندیزونه په موقتي ډول نرم کړي دي. د امریکا د خزانې وزیر ویلي چې ایران د هرمز تنګي د پرانیستې ساتلو او د د پلټونکو د داخلېدو ژمنه کړې، له همدې امله پر ایراني تېلو او پتروکیمیاوي محصولاتو بندیزونه د ۶۰ ورځو لپاره ځنډول کېږي. د چارواکو په وینا دا پرمختګ په سویس کې د ترسره شویو مذاکراتو پایله ده. بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې وروستي تړون ته د رسېدو لپاره د تېلو د صادراتو بشپړه اجازه او د کنګل شویو شتمنیو بېرته راګرځول اړین دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د پاکستان او قطر د منځګړیتوب ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د مذاکراتو په پایله کې مهم پرمختګ شوی او د ایران د بیارغونې او اقتصادي ودې لپاره پر نویو اقداماتو موافقه شوې ده.