تازه خبرونه ۲۳ جون ۲۰۲۶

د شهید پولیس سرتیري عرفان حیدر د جنازې لمونځ ادا کړل سو .

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)

د جمعیت علماء اسلام بلوچستان صوبایي امیر، د بلوچستان سینیټر مولانا عبدالواسع او د بلوچستان آئی جي پولیس محمد طاهر او نورو علماوو کرامو، د پولیسو لوړ پوړو چارواکو او د جمعیت علماء اسلام غړو په ګډون تیره ورځ د یوې غمجنې ترافیکي پېښې کې د شهید شوي پولیس سرتیري عرفان حیدر د جنازې په لمونځ کې ګډون وکړ.

د جنازې د لمانځه د ادا کولو وروسته د شهید د درجو د لوړوالي لپاره ټولیزې دعاګانې وشوې. په دې موقع د جمعیت علماء اسلام صوبایي امیر مولانا عبدالواسع وویل چې عرفان حیدر یو فرض پېژندونکی پولیس سرتېری و. مونږ د دغه دردناکې او غمجنې پېښې له کبله د هغه له کورنۍ سره په غم کې برابر شریک یو او د بلوچستان پولیس د خپلې فرض پېژندنې له کبله پېژندل کیږي. د کوټې په پولیس لاین کې د پولیس سرتیري عرفان حیدر ته د چټک او منظم دستې لخوا سلامي وړاندې شوه.