کوټه (ویب نیوز) د صوبایي اسمبلۍ غړي شیخ زرک خان مندوخیل ویلي چې ولس پرې کوم باور کړی، د هغه د پوره کولو لپاره به ټولې شته وسیلې وکارول شي. نوموړي له بېلابېلو پلاوو سره په خبرو کې وویل چې تعلیم، روغتیا، د پاکو اوبو برابرول او د سړکونو جوړول یې لومړیتوبونه دي. هغه زیاته کړه چې په لرو پرتو سیمو کې د بنسټیزو اسانتیاوو کمښت د مرحلې وار پلان له مخې هوارېږي، او د دولتي ښوونځیو د ښه والي، اضافي ټولګیو د جوړولو، د زدهکوونکو لپاره د بورسونو او مسلکي روزنې پروګرامونو لپاره هم ګامونه پورته شوي دي. د هغه په وینا د روغتیايي مرکزونو فعالول، د درملو شتون یقیني کول، د سړکونو رغول او د اوبو ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه کېږي، او دی به د خپل انتخابي حلقې د خلکو ستونزې په دوامداره توګه تعقیبوي او د حل لپاره به یې هڅې جاري ساتي۔
