تازه خبرونه ۲۳ جون ۲۰۲۶

د چمن په اولسوالی کښې د خلاصې کچهرۍ غونډه وشوه

چمن ( سید سردار محمد خوندئی ) د نهې په ورځ د ضلعې انتظاميې چمن لخوا د اولس د ستونزو حل، د هغوی اورېدو او د اولس د وړاندیزونو ترلاسه کولو لپاره د ډپټي کمشنر ضلع حبیب احمد بنګلزئی په مشرۍ کښې د خلاصې کچهرۍ غونډه وشوه. په دغه پر وقاره خلاصه کچهري کښې د آرمي کرنل عثمان نه علاوه د ټولو محکمو ضلعي افسرانو ګډون وکړ.

په دې موقع قبایلي مشرانو، سوداګرو، ځوانانو او د مدني ټولنې استازو خپلې ستونزې، شکایتونه او وړاندیزونه په مستقیم ډول د ضلعې انتظاميې په وړاندې کېښودل. د اولس ستونزې په غور سره واورېدل شوې او د هغوی د حل لپاره د ټولو ضروري اقداماتو کولو ډاډ ورکړل شو.