تازه خبرونه ۲۳ جون ۲۰۲۶

د کندهار او کابل پر لویه لار د ټرافیک په یوه خواشینوونکې پېښه کې ۲ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي

چمن (سید سردار محمد خوندئ) د پولې پورې غاړې څخه په ترلاسه شویو معلوماتو او خبرونو کې ویل شوي چې د کابل او کندهار ترمنځ په نړیواله لویه لار د ټرافیک یوه خواشینوونکې پېښه رامنځته شوې ده. سرچینو ویلي چې یوه ګاډۍ چې درې ټانکره یې درلودل، د زیاتې چټکتیا له امله له بلې ګاډۍ سره ټکر شو او له منځه لاړه.

سرچینې زیاتوي چې دا پېښه د غزني ښار ته نږدې سیمه کې شوې ده. په دې پېښه کې تر اوسه پورې د دوو کسانو د وژل کېدو او ۷ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. هلته د ژغورنې چارې پیل شوي او ټول کسان روغتون ته لېږدول شوي دي. د اور وژنې لپاره د اور وژنې ډله هم په کار بوخته ده.

دا خبر د سرحد پار څخه د ترلاسه شویو لومړنیو معلوماتو پر بنسټ دی. غزني