ډاکټر ماه رنګ بلوڅ او صبغت الله عرف شاه جي ته د دوو دوو عمر قید سزا اورول کېدو پرېکړې ته سخت غبرګون ښودل شوی او دا یې د بلوچستان د سیاسي تاریخ “تور باب” بللی دی. نوموړي ویلي چې د دې فیصلې پر ضد به په هر فورم غږ پورته کېږي او قانوني او سیاسي مبارزه به روانه وي. په خپل بیان کې هغه وویل چې په بلوچستان کې د سیاسي او قومي حقونو غږونه د ریاستي فشار لاندې راوستل کېږي چې دا د جمهوري اصولو خلاف عمل دی. د هغه په وینا سیاسي ستونزې یوازې د خبرو اترو او جمهوري لارو حل کېدای شي او د دې فیصلې پر ضد به هر ممکن قانوني او سیاسي اقدام ترسره کېږي.
