کراچۍ (ويب ډيسک) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخیل ويلي دي چې ولسواکي د ولس د حقيقي واکمنۍ، روڼتيا، حساب ورکونې او ملي يووالي تر ټولو اغېزمن او باوري سياسي نظام دی. نوموړي په خپل بيان کې وويل چې ديموکراتيک نظام وګړو ته دا حق ورکوي چې خپل حقوق، غوښتنې او اندېښنې د خپلو ټاکل شويو استازو مخې ته کېږدي او حکومتي ادارې د ولس پر وړاندې ځواب ويونکې وساتي. هغه زياته کړه چې د ولس ګډون، رغنده نيوکې او پرلهپسې ولسي مکالمه د ټولنيزو ستونزو د هوارولو او دوامدارو حللارو د موندلو لامل ګرځي، او کله چې د «د ولس حکومت، د ولس له لارې او د ولس لپاره» اصل عملي شي نو ورسره ټولنيز عدالت، اقتصادي خپلواکي او د پرمختګ ګټې عامو خلکو ته رسېږي.
