کوټه/چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د بلوچستان حکومت لخوا د محرم الحرام په مهال پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو فول پروف امنیتي انتظامات کړي وو۔ په دې لړ کښې د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي، کور کمانډر بلوچستان، آئی جي فرنټیئر کور، آئی جي پولیس او نورو چارواکو پخپله څارنه کوله۔ د محرم الحرام په مهال د هیڅ ځای څخه د کوم ناخوښه پېښې اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔
بلخوا د بلوچستان په سرحدي ښار او مضافاتو کښې هم سخت امنیتي انتظامات شوي وو۔ په چمن کښې د امن او امان صورتحال د ایس ډي پي او سرکل چمن ډي ایس پي اشفاق احمد په څارنه کښې، ایس ایچ او محسن بلوچ، ایډیشنل ایس ایچ او جهانګیر او انسپکټر مسعود خان د پولیسو اهلکارو سره یوځاې د ښار په مختلفو سیمو کښې ناکه بندۍ وکړې او د سنیپ چیکینګ لړۍ ئې روانه وساتله۔
په دې مهال د مشکوکو ګاډو، موټر سایکلونو او کسانو مکمله تلاشي او څېړنه وشوه۔ د دې ترڅنګ، د امنیتي اقداماتو د موثر کولو لپاره د ګاډو څخه تور ښیښې هم لرې کړے شوې ترڅو د قانون پابندي یقیني کړے شي۔
په همدې حال کښې د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي او د کورنیو چارو وزارت د ولس څخه غوښتنه وکړه چې د امن او امان د ښه کولو لپاره د پولیس، فرنټیئر کور او ټولو امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي۔ د پاک-افغان په سرحد باندې هم درې ورځې سخت امنیتي اقدامات پورته شوي وو۔
د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي وویل چې په بلوچستان کښې به یو څو عناصرو ته په هیڅ صورت د امن او امان د خرابولو اجازه ورنه کړے شي او په ځینو سیمو کښې د امن دښمن عناصرو پر ضد عملیات روان دي۔
