اداریه ۲۸ جون ۲۰۲۶

سبی ـ هرنائی لویه لاره او رېلوې: د انګرېز لرلید که د پاکستاني واکمنانو بې‌پروايي او د لومړیتوبونو بحران؟

برصغیر ته د برتانوي استعمار سیاسي موخې پر خپل ځای، خو دا هم یو نه انکارېدونکی حقیقت دی چې هغوی د پوځي، سوداګریزو او اداري اړتیاوو د راتلونکو تقاضاوو په پام کې نیولو سره په بلوچستان کې د رېلوې داسې شبکه جوړه کړه چې ګټې یې تر نن پورې محسوسېږي. د سبی، هرنائی او کوټې ترمنځ د رېلوې کرښې جوړول هم د همدې تګلارې برخه وه. هغه مهال د بولان له سختې درې پرته د هرنائی لاره خوندي او اغېزمنه ګڼل کېده او د پوځ د تګ راتګ، د سکرو او نورو معدني زېرمو د لېږد او سوداګریزو فعالیتونو لپاره یې ځانګړی ارزښت درلود. وروسته دغه رېلوې شبکه د ژوب، چمن او تفتان پر لور وغځول شوه او ان تر افغانستان پورې د غځولو پلانونه هم موجود وو، څو بلوچستان او د سیمې نور هېوادونه له یو بل سره ونښلول شي او سیمه‌ییز اقتصاد لا پیاوړی شي. که څه هم انګرېزانو دا ټول کارونه د خپلو استعماري ګټو لپاره کول، خو د راتلونکي اړتیاوې یې هم په پام کې نیولې وې. له بده مرغه د پاکستان له جوړېدو وروسته د دغو تاریخي مواصلاتي لارو د ساتنې، پراختیا او عصري کولو لپاره هغه پام ونه شو چې د وخت غوښتنه وه.

د سبی ـ هرنائی د رېلوې کرښه له څو کلونو راهیسې د سیاسي لاملونو، طبیعي افتونو، امنیتي ستونزو او د بنسټیزو تأسیساتو د زیانمنېدو له امله بشپړه فعاله نه ده. همدارنګه د سبی او هرنائی ترمنځ سړک هم لا تر اوسه د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای. سره له دې چې واټن نږدې نوي کیلومتره دی، خلک اړ دي د کوټې له لارې نږدې څلور سوه کیلومتره اوږد سفر وکړي چې له امله یې وخت، سون توکي او اقتصادي سرچینې ضایع کېږي او ناروغان، زده‌کوونکي، سوداګر، دولتي کارکوونکي او عام خلک له جدي ستونزو سره مخامخ دي. همدا وجه ده چې پوښتنه راپورته کېږي، کله چې په هېواد کې د موټروې، اقتصادي دهلېزونو او سترو لویو لارو خبرې کېږي، نو د سبی او هرنائی په څېر د تاریخي او اقتصادي ارزښت لرونکې لارې بیا ولې د وفاقي او صوبایي پرمختیايي پروګرامونو لومړیتوب نه ګرځي؟ که دا رېلوې او سړک پر وخت ورغول شي، نه یوازې به د خلکو ستونزې هوارې شي، بلکې د هرنائی، شاهرګ، زیارت او شاوخوا سیمو معدني، کرنیز او سوداګریز اقتصاد به هم نوی ژوند ومومي. په همدې تړاو د پښتنو یو شمېر سیاسي او ولسي حلقې دا پوښتنه هم راپورته کوي چې د اداري حدودو پخوانیو بدلونونو د سبی ډویژن او ورسره تړلو سیمو پر سیاسي او ټولنیز جوړښت څه اغېز کړی دی. د هغوی په اند، د دغو پرېکړو د شالید، موخو او پایلو په اړه باید شفاف او بې‌طرفه تاریخي او قانوني بحث وشي، څو حقایق ولس ته څرګند شي او هر ډول پرېکړه د قومي او ژبني اختلاف پر ځای د ولسي هوساینې او متوازنې پرمختیا له نظره وارزول شي.

نن چې نړۍ د چټکو مواصلاتو، پرمختللو رېلوې شبکو او اقتصادي دهلېزونو له لارې د پرمختګ نوې مرحلې وهي، د بلوچستان ګڼې سیمې لا هم د یوه معیاري سړک او فعالې رېلوې له اسانتیاوو بې‌برخې دي. دا یوازې د ترانسپورټ ستونزه نه، بلکې د ملي یووالي، اقتصادي ثبات او د خلکو د باور مسئله هم ده. وفاقي حکومت، د بلوچستان حکومت، د رېلوې وزارت او د پلان جوړونې ادارې باید د سبی ـ هرنائی د رېلوې کرښې او لویې لارې بیارغونه د خپلو لومړنیو پرمختیايي پروژو په سر کې ځای کړي، ځکه دا یوازې د یوې سړک یا رېلوې د جوړولو پروژه نه ده، بلکې د بلوچستان د خلکو د اقتصادي راتلونکي، ملي یووالي او سیمه‌ییز پرمختګ ازموینه ده. تاریخ ښيي چې ملتونه په تشو شعارونو نه، بلکې په پیاوړي بنسټیز جوړښت، عادلانه پرمختیايي پالیسۍ او لرلید لرونکو پرېکړو پرمختګ کوي. که یوه پېړۍ مخکې پلان جوړونکو د راتلونکي اړتیاوې درک کړې وې، نو د نن ورځې واکمنان هم باید د وخت غوښتنو ته په پام سره د دغو تاریخي مواصلاتي لارو د بیا فعالولو لپاره عملي او پرېکنده ګامونه پورته کړي.