تازه خبرونه ۲۸ جون ۲۰۲۶

سپاه پاسداران د امریکایي ځواکونو پر څو اډو د برید ادعا وکړه

کراچۍ(ویب نیوز) د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د امریکا د هوايي بریدونو په ځواب کې یې د سیمې دننه د امریکایي ځواکونو څو اډې په نښه کړې دي. په بیان کې ویل شوي که امریکا بیا برید وکړي، نو لا سخت او پراخ ځواب به ورکړل شي. له دې وړاندې ایران ویلي وو چې د سرک ټاپو پر ضد امریکایي برید یې شنډ کړی، خو د امریکا سنټرل کمانډ ویلي عملیات یې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزې بېړۍ د برید په غبرګون کې ترسره کړي دي.