د پارلمان نړیواله ورځ هر کال د دې لپاره نمانځل کېږي چې د ولسواکۍ، د قانون د واکمنۍ او د خلکو د استازیتوب ارزښتونه نور هم پیاوړي شي. خو دا ورځ باید یوازې د مبارکیو او رسمي پیغامونو تر کچې محدوده نه وي، بلکې دا پوښتنه هم باید وڅېړل شي چې آیا اوسنی پارلماني نظام د معاصرې نړۍ، په ځانګړي ډول د کثیرالقومي فدراسیونونو له اړتیاوو سره سمون لري او که نه؟ ولسواکي یوازې د رایو په شمېر نه اندازه کېږي، بلکې د عدالت، برابرۍ، ګډ مشارکت او متقابل باور په بنسټ ولاړه وي. په هغو هېوادونو کې چې بېلابېل قومونه، ژبې، کلتورونه او تاریخي هویتونه لري، یوازې د نفوسو پر بنسټ د واک وېش تلپاتې ثبات نه شي تضمینولای، ځکه فدراسیون هغه وخت پیاوړی کېږي چې هره فدرالي واحده او هر قوم ځان د دولت برابر شریک وبولي او د هغه غږ او حق ته مساوي درناوی وشي.
د نړۍ د بریالیو فدرالي نظامونو تجربه هم همدا حقیقت ثابتوي. سویس د بېلابېلو قومونو او ژبو ترمنځ د سیاسي برابرۍ له لارې خپل ملي یووالی خوندي کړی، بلجیم د واک د عادلانه وېش په مټ خپل داخلي ثبات ساتلی، کاناډا د کیوبیک ملي هویت ته په درناوي خپل فدراسیون پیاوړی کړی او په متحده ایالاتو کې د نفوسو پر بنسټ د استازو جرګې ترڅنګ هر ایالت ته په مشرانو جرګه کې مساوي استازیتوب ورکړل شوی، څو د لویو او کوچنیو ایالتونو ترمنځ سیاسي توازن وساتل شي. دا ټولې بېلګې ښيي چې فدراسیون د اکثریت د تلپاتې واکمنۍ نوم نه دی، بلکې د فدرالي واحدونو د برابر مشارکت او ګډې ارادې تړون دی. که پارلمان یوازې د عددي اکثریت تابع شي، نو کوچني قومونه او فدرالي واحدونه د پرېکړو له بهیره ورو ورو څنډې ته کېږي، د سرچینو په وېش کې بېعدالتي رامنځته کېږي او د محرومیت احساس د ملي یووالي پر ځای بېباوري او سیاسي کړکېچ زېږوي.
د وخت غوښتنه دا ده چې پارلماني نظام د معاصر فدرالي فکر او د کثیرالقومي ټولنو له واقعیتونو سره همغږی شي. داسې پارلمان چې د قانون جوړونې، ملي پالیسۍ او د طبیعي سرچینو په وېش کې د ټولو قومونو او فدرالي واحدونو اغېزمن، عادلانه او مساوي ګډون تضمین کړي، نه یوازې ولسواکي پیاوړې کوي، بلکې د فدراسیون بنسټونه هم ټینګوي. ریښتینی پارلمان هغه نه دی چې یوازې د اکثریت استازیتوب وکړي، بلکې هغه دی چې هر قوم، هره فدرالي واحده او هر وګړی په کې ځان د برابر حق، برابر وقار او برابر مشارکت څښتن احساس کړي. تاریخ ښودلې چې دولتونه ښايي د زور او اکثریت په مټ رامنځته شي، خو تلپاتې ثبات، ملي یووالی او دوامداره پرمختګ یوازې د عدالت، سیاسي برابرۍ او رضاکارانه شراکت له لارې تضمینېدای شي.
