تهران (وېب نیوز) د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قوماندانۍ خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګی د ایران د ملي حاکمیت برخه ده او د دې مهمې سمندري لارې د امنیت او ثبات په چارو کې به د امریکا هر ډول لاسوهنې ته سمدستي او پرېکنده ځواب ورکړل شي. ایراني سمندري ځواکونو ټولو د تېلو ټانکرونو او سوداګریزو بېړیو ته سپارښتنه کړې چې د ایران له لوري ټاکل شوې سمندري لارې تعقیب کړي، ځکه د سرغړونې په صورت کې به قانوني او امنیتي اقدامات ترسره شي.د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران پوځي چارواکو ویلي چې د هرمز تنګی د امریکا د لوبو میدان نه دی، بلکې د ایران د نه انکارېدونکي ملي حاکمیت برخه ده، او د دې سیمې امنیت د ایران د وسلهوالو ځواکونو لپاره سره کرښه ده. په بیان کې ویل شوي چې له امریکا او اسرائیل سره د وروستیو کړکېچونو وروسته په هرمز تنګي کې امنیتي تدابیر نور هم سخت شوي دي. همدارنګه د امریکا د الوتکو او بېپیلوټه الوتکو پرلهپسې الوتنې د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګواښ بلل شوي دي. ایران ټینګار کړی چې د هرمز تنګي د خپلواکو حقونو د دفاع لپاره به هر اړین اقدام وکړي او د هر ډول تېري یا سرغړونې مخه به ونیسي.
