تازه خبرونه ۲ جولائی ۲۰۲۶

د هرمز تنګي په اړه د بهرنیو ځواکونو واک نه منو، ایران د بحرین غونډه په کلکو ټکو وغندله

تهران (ویب نیوز) ایران د بحرین په کوربتوب او د امریکا په مشرۍ د جوړې شوې سیمه‌ییزې امنیتي غونډې سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هرمز تنګي د امنیت او مدیریت په اړه پرېکړې د هېڅ بهرني پوځي ائتلاف له لوري نه شي کېدای. د ایران د بهرنیو چارو مرستیال کاظم غریب‌آبادي وویل، هرمز تنګی د ایران د ملي حاکمیت او د سیمې د جغرافیایي واقعیت برخه ده، نو د هغې د مدیریت واک یوازې له ایران سره دی، نه د امریکا له مرکزي قوماندانۍ سره. هغه زیاته کړه چې په بحرین کې د ۱۲ هېوادونو پوځي غونډه نه شي کولای د خلیج فارس یا هرمز تنګي لپاره کوم قانوني یا دایمي امنیتي چوکاټ رامنځته کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې په سیمه کې تلپاتې سوله او ثبات یوازې هغه مهال ممکن دی چې بهرنۍ لاسوهنه پای ته ورسېږي، د امریکا پوځي حضور کم شي، د ټولو هېوادونو ملي حاکمیت ته درناوی وشي او د سیمې نوي جغرافیایي او سیاسي واقعیتونه ومنل شي. هغه وویل، د سیمې امنیت باید د سیمه‌ییزو هېوادونو د همکارۍ، باور او ډیپلوماسۍ له لارې تأمین شي، نه د بهرنیو پوځي ځواکونو په مټ.