تازه خبرونه ۲ جولائی ۲۰۲۶

په باغ کې د برېښنا د ۱۱ کې وي مزي غلا، لسګونه کلي په تياره کې ډوب شول

باغ (وېب نیوز)د باغ د څلګري څخه تر بهرام ابړو پورې د ۱۱ کې وي برېښنا ليکې مزي نامعلومو کسانو د ۲۶ ستنو څخه پرې کړي او يوړل، چې له امله يې د يونين کونسل محرم څلګري لسګونه کلي له برېښنا بې‌برخې شوي دي. د واپډا سرچينو له مخې غلو د شپې له تيارې ګټه پورته کړه او له سيمې وتښتېدل. د برېښنا نشتوالي له امله زرګونه اوسېدونکي د سختې ګرمۍ له ستونزو سره مخ دي. د سيمې خلکو له کيسکو او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې غله ژر تر ژره ونيسي، نوې مزي او ستنې نصب کړي او د برېښنا رسونه سمدستي بېرته بحال کړي.