کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان په مرکز کوئټه کې د احتمالي امنیتي ګواښونو او د خطر د خبرداري له امله امنیتي تدابیر سخت او ښار په بشپړ ډول های الرټ اعلان شوی دی. پوځ، فرنټیر کور (ایف سي)، پولیسو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو په ګډه د ښار په حساسو سیمو کې د لټون عملیات، ناڅاپي تلاشي او امنیتي پوستې فعالې کړې دي.د راپورونو له مخې د ښار په داخلي او خارجي لارو، مهمو لویو سړکونو، سوداګریزو مرکزونو، بازارونو، څلورلارو، حساسو دولتي ودانیو او نورو مهمو ځایونو کې اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. د موټرو، موټرسایکلونو او مشکوکو کسانو بشپړه تلاشي اخیستل کېږي او د ملي پېژندپاڼې، د موټر چلولو جواز او د وسایطو اسناد هم په جدي ډول کتل کېږي.بل لور ته امنیتي ځواکونو د کوئټه ـ کراچۍ ملي لویه لار شاوخوا ۲۴ ساعته وروسته د هر ډول تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستې ده، چې له امله یې د مسافرو او بار وړونکو وسایطو تګ راتګ بیا پیل شوی، خو په بېلابېلو سیمو کې سختې امنیتي پلټنې لا هم دوام لري.امنیتي سرچینې وایي، د ګواښ له خبرداري وروسته د حساسو تأسیساتو، دولتي دفترونو، تعلیمي ادارو او عامه ځایونو امنیت نور هم پیاوړی شوی او د هر ډول بیړني غبرګون لپاره اضافي ځواکونه هم ګومارل شوي دي.امنیتي چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي او که د اړتیا له مخې بهر وځي، نو ملي پېژندپاڼه، د موټر اسناد، د موټر چلولو جواز او نور اړین اسناد دې له ځان سره ولري، څو د امنیتي پلټنو پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي.قانون پلي کوونکو ادارو ټینګار کړی چې دا ټول اقدامات د خلکو د سر او مال د خوندي ساتلو او د امن د ټینګښت لپاره ترسره کېږي. له خلکو غوښتنه شوې چې په امنیتي پوستو کې له امنیتي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي او د هر ډول مشکوک کس، بې سرپرسته بکس، موټر یا غیرعادي فعالیت په اړه سمدستي پولیسو، ایف سي یا نورو اړوندو امنیتي ادارو ته خبر ورکړي.د چارواکو په وینا، اوسني امنیتي تدابیر به تر راتلونکو امرونو پورې پر خپل ځای پاتې وي او د امنیتي وضعیت دوامداره څارنه روانه ده.
