ګوادر/کوټه (وېب نیوز) د ګوادر ولسوالۍ د جیوني پانوان ساحلي سیمه کې د پاکستان کوسټ ګارډز پر یوې امنیتي پوستې د ځانمرګي موټر بم برید له امله د پاکستان کوسټ ګارډز درې سرتېري او د پاکستان پوځ یو سرتېرى شهیدان شوي، او ۱۶ نور ټپیان دي چې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. د سرچینو په وینا، د چاودېدونکو توکو ډک باروړونکی ټرک د پوستې له مرکزي ودانۍ سره وجنګول شو، چې له امله یې زوروره چاودنه وشوه او د پوستې ډېره برخه ونړېده. د پېښې پر مهال په دغه پوسته کې د پاکستان کوسټ ګارډز د درېیمې کنډک او د پنجاب رجمنټ د ۳۲مې یونټ ټول ۲۰ سرتېري مېشت وو. د برید له خبر سره سم پولیس، فرنټیر کور او نورو امنیتي ادارو سیمه کلابنده کړه، د ژغورنې او پلټنې عملیات یې پیل کړل او ټپیان یې د جیوني او ګوادر روغتونونو ته ولېږدول. امنیتي ادارو د برید پلټنې پیل کړې او په سیمه کې یې امنیتي تدابیر نور هم سخت کړي دي.
