تازه خبرونه ۳ جولائی ۲۰۲۶

په هنه اوړک کې کلونه زوړ قبایلي شخړه په سوله ییز ډول هواره شوه

کوټه (وېب نیوز) قبایلي، سیاسي او ټولنیز مشر ملک ناصر خان کاکړ ویلي، د هنه اوړک په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ کلونه پخوانۍ قبایلي شخړه د جرګې او متقابل تفاهم له لارې په بریالیتوب پای ته ورسېده. نوموړي د روغې جوړې په مراسمو کې وویل چې د دواړو لورو دریځونه په بشپړ بې‌طرفۍ او انصاف واورېدل شول او داسې پرېکړه وشوه چې د دواړو لورو عزت، وقار او راتلونکی پکې خوندي شي. هغه زیاته کړه چې جګړې او دښمنۍ هېڅکله ستونزې نه حلوي، بلکې نسلونه زیانمنوي، او اوس باید دواړه لوري پخوانۍ دښمنۍ هېرې او د ورورولۍ، یووالي او متقابل درناوي فضا پیاوړې کړي. د دواړو لورو مشرانو د ملک ناصر خان کاکړ او د جرګې له غړو څخه د سولې د هڅو له امله مننه وکړه.