کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان د روغتيا وزير بخت محمد کاکړ د شعبان او نورو سيمو کې د امنيتي ځواکونو له لوري د ترهګرو پر ضد برياليو عملياتو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې د هېواد د امن لپاره د سر قرباني ورکوونکي امنيتي سرتېري د ټول ملت وياړ دي. نوموړي وويل، فدرالي او صوبايي حکومتونه، امنيتي ادارې او ولس د ترهګرۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره په ګډه ولاړ دي او همدا ملي يووالی د امن دښمنو عناصرو د ماتې ضمانت دی. هغه زياته کړه چې په بلوچستان کې د امن ټينګښت د حکومت لومړيتوب دی او د روغتيا، تعليم، پرمختيايي پروژو او د کارموندنې د فرصتونو له لارې ځوانانو ته مثبتې لارې برابرېږي. بخت محمد کاکړ له ولس څخه وغوښتل چې د شکمنو فعاليتونو په اړه سمدستي اړوندو ادارو ته خبر ورکړي، څو د ترهګرو پر ضد اغېزمن اقدامات دوام ومومي.
