مقامی ۱۱ جولائی ۲۰۲۶

د امن دښمنانو ته به په هره بيه ماتې ورکووشيخ زرک خان مندوخېل

کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړي شيخ زرک خان مندوخېل د شعبان او نورو سيمو کې د امنيتي ځواکونو د برياليو عملياتو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې د بلوچستان د امن خرابوونکي عناصر به خپلو ناوړه موخو ته ونه رسېږي او ټول ولس د خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی. نوموړي وويل، د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د امنيتي ځواکونو قربانۍ نه هېرېدونکې دي او حکومت د دې ناسور د بشپړ له منځه وړلو لپاره ټولې وسيلې کاروي. هغه زياته کړه چې د بلوچستان خلک امن، پرمختګ او سوکالي غواړي او هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ترهګرو ناوړه پلانونه بريالي شي. نوموړي پر ځوانانو غږ وکړ چې د هېواد ضد تبليغاتو څخه ځانونه وساتي او د ملي يووالي په ټينګښت کې خپل مثبت رول ولوبوي، او د امنيتي ځواکونو، پوليسو او ولسي شهيدانو قربانۍ يې د ملت لپاره د وياړ او لارښوونې بېلګه وبللې.