تازه خبرونه ۱۱ جولائی ۲۰۲۶

د زيارت او هنه اوړک د پېښو مسؤليت پر حکومت او اړوندو ادارو دیډاکټر حامد خان اڅکزی

کوټه(وېب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سېکرټر ډاکټر حامد خان اڅکزی د زيارت د ترهګر بريد پر ضد روان احتجاجي پرلت ته وويل، پښتانه او بلوچان په دې صوبه کې برابر قومونه دي او بايد د هر ډول شخړې او وسله والو پېښو پر مهال د خلکو د سر، مال او شتمنۍ ساتنه وشي. نوموړي وويل، د صوبې د امن او نظم د خرابېدو مسؤليت پر مرکزي او صوبايي حکومتونو او اړوندو ادارو راځي. هغه زياته کړه چې د هنه اوړک او زيارت په څېر پېښې ګڼې پوښتنې راولاړوي او اړينه ده چې د دغو بريدونو رڼې او بې پرې پلټنې وشي او مسؤل کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي. نوموړي وويل، د ولس د مالياتو په وسيله دولتي ادارې چلېږي، نو د خلکو د ژوند او مال ساتنه هم د دولت اساسي مسؤليت دی. هغه د ترهګرۍ هر ډول عمل وغنده او د شهيدانو لپاره يې د لوړو درجو، ټپيانو ته د روغتيا او لواحقينو ته د صبر دعا وکړه.