کوټه(وېب نیوز) د زیارت د مانګي ډېم فېز درېیم کې د ترهګر برید پر مهال د شهید شوو پولیسو سرتېرو د کورنیو او د سیمې د خلکو احتجاجي پرلت د کوټې په سکرو دروازه (کوئله پهاټک) کې د اوو شهیدانو له جنازو سره لا هم روان دی. د بلوچستان نیشنل ګوند (مینګل) مشر سردار اختر مېنګل پرلتوالو ته په وینا کې وویل، که په بلوچستان کې رښتیا هم حالات عادي وي، نو خلک ولې د خپلو شهیدانو له جنازو سره احتجاج ته اړ کېږي؟ هغه د زیارت د پېښې او نورو ورته پېښو د خپلواکو او شفافو پلټنو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د بلوچستان ستونزې یوازې د کمېټو په جوړولو نه، بلکې د عملي اقداماتو او عدالت له لارې حل کېدای شي. نوموړي اعلان وکړ چې د اغېزمنو کورنیو هر ډول راتلونکی احتجاجي تګلاره به د بلوچستان نیشنل ګوند بشپړ ملاتړ ولري او د بلوچستان د ولس د حقونو، لا درکه کسانو او د انصاف د تأمین لپاره به خپل غږ پورته کوي.
