تازه خبرونه ۱۱ جولائی ۲۰۲۶

سردار اختر جان مېنګل: پښتانه لږ تر لږه د خپلو شهيدانو مړي ترلاسه کوي، موږ ته خو هغه هم نه راکول کېږي

سردار اختر جان مېنګل د کوټې د پوليسو د شهيدانو د کورنيو د پرلت پر مهال وويل، “پښتانه بيا هم دومره بختور دي چې د خپلو شهيدانو مړي ترلاسه کوي، خو موږ ته د خپلو ورکو شويو خپلوانو مړي هم نه راکول کېږي. زما د ورور مړی تر نن ورځې پورې ماته نه دی را سپارل شوی.” نوموړي زياته کړه چې ظلم د تل لپاره نه شي دوام کولی او د ده په وينا، د ظلم پر بنسټ هېڅ نظام اوږدمهاله نه شي پاتې کېدای.