مقامی ۱۱ جولائی ۲۰۲۶

هرنائی د لورالايي ډویژن سره د شاملولو پرېکړه د منلو نه ده، بېرته دې د سیوي ډویژن برخه وګرځول شي

کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان د خوراک صوبايي وزیر حاجي نور محمد خان دمړ د حکومت هغه نوټیفیکیشن رد کړی چې له مخې یې هرنائی له سیوي (سبي) ډویژن څخه جلا او لورالايي ډویژن کې شامل شوی دی. نوموړي وویل، دا پرېکړه د هرنائی د ولس د غوښتنو او ارادې خلاف ده او دی به د خلکو د خوښې پر ضد د هېڅ پرېکړې ملاتړ ونه کړي. هغه زیاته کړه چې د صوبايي کابینې په غونډو کې یې دوه ځله دا دریځ وړاندې کړی و چې هرنائی دې د سیوي ډویژن برخه پاتې شي او زیارت دې لورالايي ډویژن کې شامل شي، او کابینې هم همدا پرېکړه کړې وه، خو په خپاره شوي نوټیفیکیشن کې د کابینې د پرېکړې خلاف اقدام شوی دی. حاجي نور محمد خان دمړ وویل، که اړتیا وي نو د هرنائی د ولس ترڅنګ به احتجاج وکړي او په هر فورم کې به د دوی غږ پورته کړي. هغه له د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي وغوښتل چې پر اوسني نوټیفیکیشن بیا کتنه وکړي، هرنائی بېرته د سیوي ډویژن برخه وګرځوي او دا نوټیفیکیشن لغوه کړي.