تازه خبرونه ۱۱ جولائی ۲۰۲۶

په لورالايي کې د ټولو ګوندونو غونډه، د هنه اوړک او مانګي زيارت د پېښو غندنه

لورالايي(وېب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ضلعي دفتر په کوربه‌توب د صوبې د امنيتي وضعيت او په ځانګړي ډول د هنه اوړک او مانګي زيارت د وروستيو پېښو په اړه د ټولو سياسي ګوندونو ګډه غونډه وشوه، چې مشري يې د جمعيت علما اسلام ضلعي امير مولوي محمد امين زاهد وکړه. په غونډه کې د بېلابېلو سياسي، ټولنيزو، سوداګريزو او مسلکي سازمانونو استازو ګډون وکړ او پرېکړه وشوه چې د جولای په ۱۲مه، د يکشنبې په ورځ، د ماښام په څلورو بجو به د لورالايي له سرکاري باغ څخه ستر احتجاجي لاريون ترسره کېږي چې د ښار له بېلابېلو لارو به تېرېږي او په باچا خان څلورلارې کې به په ولسي غونډه پای ته رسېږي. ګډونوالو د کوټې له روان احتجاجي پرلت سره بشپړه يووالي څرګند کړ او له ولس څخه يې وغوښتل چې په پراخه کچه په لاريون او غونډه کې ګډون وکړي. هغوی وويل، د صوبې اوسنی امنيتي وضعيت د زغم وړ نه دی او د ستونزو د حل لپاره ملي يووالی او ګډ اقدام ضروري دی.