تازه خبرونه ۱۱ جولائی ۲۰۲۶

پښتانه دې بې سرپرسته نه ګڼل کېږي، قوم ته د يووالي او تنظيم اړتیا دهنواب اياز خان جوګېزی

کوټه(وېب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سېکرټر نواب محمد اياز خان جوګېزی د زيارت مانګي پېښې پر ضد د کوټې د سکرو تمځای (کويله پهاټک) احتجاجي پرلت ته په وينا کې وويل، پښتانه بايد هېڅکله بې سرپرسته ونه ګڼل شي، بلکې د اوسنیو حالاتو غوښتنه دا ده چې ټول قوم خپل اختلافونه هېر کړي او په ګډه سره متحد او منظم شي. نوموړي وويل، د هنه اوړک او زيارت په څېر پېښې يوازې د يوې سيمې ستونزه نه، بلکې د ټول پښتون وطن لپاره د اندېښنې وړ دي. هغه زياته کړه چې د طبيعي زېرمو او معدنياتو په اړه هر ډول پرېکړې او تړونونه بايد د سيمه ييزو خلکو په رضا او ګډون ترسره شي. نوموړي د ټولنيزو رسنيو له لارې د کرکې او پاروونکو موادو پر خپرېدو هم اندېښنه وښوده او ويې ويل چې سياسي ګوندونه، قومي مشران او د ټولنې بېلابېل قشرونه بايد د ملي يووالي او امن لپاره ګډ رول ولوبوي. د وينا په پای کې يې د زيارت پېښې شهيدانو ته د درناوي پېرزوينې وړاندې کړې او د هغوی کورنيو ته يې د صبر دعا وکړه.