کوټه(وېب نیوز) د اپوزېسیون مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رئیس محمود خان اڅکزي د زیارت د پېښې پر ضد په کوټه کې روان احتجاجي پرلت ته په وینا کې وویل، هغه چارواکي چې پولیس یې له کافي وسلو او تجهیزاتو پرته مانګي سیمې ته استولي، د ضلعي ادارې له چارواکو نیولې تر لوړو مسؤلینو پورې د دې پېښې مسؤل دي او باید پر ضد یې قانوني دوسیې ثبت شي. هغه وویل چې د اپوزېسیون ټولو ګوندونو په ګډه پرېکړه کړې چې د بلوچستان حکومت باید سمدستي استعفا ورکړي، ځکه د خلکو د امنیت او اساسي مسؤلیتونو په ترسره کولو کې پاتې راغلې ده. محمود خان اڅکزي وویل، د شهیدانو له جسدونو سره شوی چلند د منلو وړ نه دی او د دې ټولو پېښو بشپړه حساب ورکونه باید وشي. نوموړي ټینګار وکړ چې اپوزېسیون د زیارت د پرلت او د شهیدانو د کورنیو بشپړ ملاتړ کوي او وړاندیز یې وکړ چې احتجاجي تحریک دې د ټولو ضلعو د ډپټي کمشنرانو دفترونو ته هم وغځول شي. هغه زیاته کړه چې د ستونزو حل د سیاسي خبرو اترو، د اساسي قانون درناوي او د ولس د حقونو په تأمین کې دی، پوځ او نور دولتي بنسټونه باید د اساسي قانون له مخې خپلې دندې ترسره کړي او په سیاست او ټاکنو کې دې لاسوهنه نه کوي. نوموړي وویل چې د پښتنو، بلوچو، سندھیانو او سرائیکي ولسونو د حقونو او طبیعي زېرمو درناوی د پاکستان د ثبات لپاره اړین دی او زیاته یې کړه چې پښتانه ترهګر نه، بلکې د خپل وطن ساتونکي دي او د ظلم او بېانصافۍ پر ضد به خپله سولهییزه ولسي مبارزه روانه ساتي.
