مقامی ۱۲ جولائی ۲۰۲۶

د زیارت د شهیدانو د کورنیو غوښتنې دې ومنل شي او د پېښې قضایي پلټنې دې وشي نصرالله خان زیری

کوټه(وېب نیوز) د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان صوبايي مشر نصرالله خان زیري د کویله پهاټک د احتجاجي پرلت ګډونوالو ته په وینا کې د زیارت د شهیدانو قربانیو ته درناوی وړاندې کړ او غوښتنه یې وکړه چې د زیارت د پېښې د رڼو پلټنو لپاره دې قضایي کمېسیون جوړ شي او د پرلت ټولې جائز غوښتنې دې ومنل شي. نوموړي ادعا وکړه چې اړوندو چارواکو د غفلت له امله امنیتي سرتېري له کافي اسانتیاوو پرته خطرناکې سیمې ته استولي وو، چې له امله یې دغه خونړۍ پېښه رامنځته شوه. هغه د ترهګرو پر ضد د پرېکنده اقداماتو، د لیویز ځواک د پیاوړتیا، د خلکو د سر او مال د خونديتوب او د احتجاجي غورځنګ د پراخېدو غوښتنه وکړه.