مقامی ۱۲ جولائی ۲۰۲۶

د زیارت د پرلت ټولې غوښتنې دې ومنل شي، خلک احتجاج ته اړ ایستل د حکومت ناکامي ده احمد خان

کوټه (وېب نیوز) د افغان قومي موومنټ مشر احمد خان د یوې اعلامیې له لارې د زیارت د پرلت له ګډونوالو سره د یووالي څرګندونه کړې او غوښتنه یې کړې چې د اغېزمنو کورنیو ټولې غوښتنې دې سمدستي ومنل شي. نوموړي ویلي، که پښتانه او بلوچ ولسونه د خپلو ستونزو د حل لپاره احتجاجونو او پرلتونو ته اړ کېږي، نو دا د حکومت او ټاکل شوو استازو د ناکامۍ څرګند ثبوت دی. هغه زیاته کړه چې په بلوچستان کې د امن او نظم وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او خلک د تښتوونکو، غلو او جرم‌پالو ډلو رحم ته پرېښودل شوي دي. احمد خان غوښتنه وکړه چې د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره دې وړ، رښتیني او مسؤل افسران وګومارل شي او د کمزورې ادارې او ناسمو حکومتي تګلارو د اصلاح له لارې دې د ولس ستونزو ته عملي حل وموندل شي.