مقامی ۱۲ جولائی ۲۰۲۶

د کچلاک د شهيدانو قربانۍ د پښتون قومي مبارزې روښانه باب دی، عوامي نېشنل ګوند

کوټه(وېب نیوز) عوامي نېشنل ګوند بلوچستان د کچلاک د شهيدانو، شهيد ملک قاسم خان مهترزۍ، شهيد ملک محبت خان مهترزۍ، شهيد جمعه خان لالا او نورو شهيدانو د څوارلسم تلين په مناسبت هغوی ته درناوی وړاندې کړ او ويې ويل چې د دغو مشرانو او مبارزينو قربانۍ د پښتون قومي مبارزې يو نه هېرېدونکی او روښانه باب دی. په بيان کې ويل شوي چې پښتون وطن يو ځل بيا د ناامنۍ، ترهګرۍ او وينې تويېدو له ګواښ سره مخ دی او د زيارت او هنه اوړک وروستيو پېښو ولس سخت اندېښمن کړی دی. ګوند زياته کړه چې د منظمو وسلوالو ډلو او تش په نوم «ډېت سکواډونو» د بيا فعالېدو تاثر د خلکو اندېښنې زياتې کړې دي او د پښتون وطن د طبيعي زېرمو د کنټرول لپاره دا ډول هڅې د منلو وړ نه دي. بيان کې ټينګار شوی چې د کچلاک د شهيدانو ملي، جمهوري او اساسي قانوني مبارزه به روانه ساتل کېږي او د پښتون وطن د تلپاتې سولې، ولسواکۍ، د اساسي قانون د واکمنۍ، د بشري حقونو د خونديتوب او پر طبيعي زېرمو د ځايي خلکو د حق لپاره به سياسي او جمهوري مبارزه دوام ولري.