مقامی ۱۲ جولائی ۲۰۲۶

زیارت اور ہنہ اوړک د پېښو دې بشپړې پلټنې وشي، ټول حقایق دې ولس ته وړاندې کړل شي سیاسي او مذهبي ګوندونه

کوټه (وېب نیوز) د بېلابېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو ویلي چې د زیارت او هنه اوړک د ترهګرو پېښو تر شا اصلي عوامل باید په بشپړ ډول وڅېړل شي او حکومت دې ټول حقایق له ولس سره شریک کړي، ځکه د دوی په وینا د دغو پېښو دوام نه یوازې د سیمې بدنامي ده، بلکې د خلکو لپاره جدي امنیتي ګواښونه هم رامنځته کوي. دغه څرګندونې د جمعیت علمای اسلام د بلوچستان مشر او سناتور مولانا عبدالواسع، د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان مشر اصغر خان اڅکزي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان مشر عبدالقہار ودان، د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر نصرالله زیري، سید انور شاه، د جمعیت علمای اسلام (نظریاتي) مرکزي مشر مولانا عبدالقادر لوني او د پاکستان تحریک انصاف د قومي اسمبلۍ غړي ملک عادل بازیزي د زیارت د شهیدانو د احتجاجي پرلت پر مهال وکړې. ویناوالو وویل چې حکومت دې د پرلت د کمېټې ټول جائز مطالبات ومني او د پېښو د شفافو پلټنو له لارې دې د قربانیانو کورنیو ته انصاف ورکړي، ګنې سیاسي ګوندونه او د پرلت مشران به په ګډه لا سخت احتجاجي تګلاره خپله کړي. هغوی زیاته کړه چې د شهیدانو له کورنیو سره بشپړ پیوستون څرګندوي او د ترهګرۍ پر ضد د اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کوي.