مقامی ۱۲ جولائی ۲۰۲۶

په ماشکیل کې د نامعلومو وسله‌والو په ډزو پنځه پنجابي مزدوران ووژل شول

کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان د واشک ولسوالۍ د ماشکیل په سرحدي سیمه کې نامعلومو وسله‌والو پر دوکانونو ناتاره ډزې وکړې، چې له امله یې د پنجاب اړوند پنځه مزدوران ووژل شول. د پولیسو په وینا، وژل شوي کسان د مزدورۍ لپاره په سیمه کې اوسېدل. بریدګر له برید وروسته په تېښته بریالي شول، خو پولیس او امنیتي ځواکونه سمدستي سیمې ته ورسېدل، سیمه یې کلابنده کړه، شواهد یې راټول کړل او د پېښې پلټنې یې پیل کړې. د وژل شویو جسدونه له قانوني چارو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول کېږي، او د بریدګرو د نیولو لپاره عملیات روان دي.