کوټه ۱۳ جولای ۲۰۲۶ (ویب ډیسک)د زیارت مانګي ډیم فېز درېیم د شهیدانو د پرلت په تړاو د ټولو سیاسي ګوندونو، د شهیدانو د کورنیو، سوداګرو او ټولنیزو استازو ګډه غونډه وشوه. په غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند، جمعیت علماء اسلام، جماعت اسلامي، نېشنل ډیموکریټیک موومنټ، پاکستان تحریک انصاف، نېشنل پارټۍ، بلوچستان نېشنل پارټۍ، مظلوم اولسي تحریک او نورو سیاسي ګوندونو استازو ګډون وکړ.په غونډه کې عیسیٰ روشان، نصرالله زیرې، فقیر خوشحال کاسي، اصغر خان اڅکزی، رشید خان ناصر، ثناءالله کاکړ، عبدالقهار ودان، مولانا کمال الدین، عبدالمتین آخندزاده، جمیل مشواڼی، حلیم حماس، احمد جان خان، نور خان خلجي، د قومي اسمبلۍ غړي عادل خان بازی، ګل اکبر دومړ، چنګیز حئی بلوچ، علي احمد لانګو، آغا حسن بلوچ، عباس خان دراني، اسفندیار کاکړ، د شهیدانو د کورنیو استازي نسیم خان، ډاکټر عبدالصمد، طارق ترین، نواز خان، نقیب الله، فیروز خان، حاجي زین الله، ډاکټر هدایت الله، د انجمن تاجران مشر عبدالرحیم کاکړ، حضرت علي اڅکزی او نورو ګډون کړی و.غونډې د روان پرلت، د امنیتي وضعیت او راتلونکې احتجاجي تګلارې په اړه تفصیلي سلا مشورې وکړې. د پرېکړې له مخې به د جولای په ۱۵مه په ژوب، هرنایي، چمن، تربت، ګوادر او پنجګور کې لوی احتجاجي لاریونونه ترسره کېږي، د جولای په ۱۶مه به د کویله پهاټک پرلت کې ښځې او ماشومان ځانګړی احتجاجي پرلت کوي، او د جولای په ۱۷مه به په ټول بلوچستان کې بشپړ شټر ډاون هړتال وي. غونډې خبرداری ورکړ چې که غوښتنې ونه منل شوې، د احتجاج راتلونکی پړاو به نور هم پراخ شي.غونډې له حکومت سره د خبرو اترو لپاره د سیاسي ګوندونو او د شهیدانو د کورنیو د استازو په ګډون د مذاکراتو یوه کمېټه جوړه کړه. همدارنګه د حقوقي اړخونو د ارزونې او راتلونکې قانوني تګلارې لپاره د وکیلانو یوه ځانګړې کمېټه هم رامنځته شوه.په اعلامیه کې غوښتنه وشوه چې د زیارت مانګي ډیم فېز درېیم د شهیدانو د کورنیو غوښتنې دې بېړنۍ ومنل شي، د پېښې د شفافو پلټنو لپاره دې د روښانه واکونو لرونکی خپلواک او بااختیاره عدالتي کمېسیون جوړ شي، د اغېزمنو سیمو امنیت دې ټینګ شي او د خلکو د سر او مال د خونديتوب لپاره دې عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړل شي.اعلامیه زیاتوي چې د شهیدانو وینه به بېځایه نه ځي او د عدالت، امن او د خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره به قانوني، جمهوري او سولهییزه مبارزه دوام ولري. ګډونوالو پر حکومت غږ وکړ چې د وضعیت حساسیت درک کړي، ژر تر ژره مذاکرات پیل کړي او د غوښتنو د منلو له لارې د هر ډول احتمالي کړکېچ او ټکر مخه ونیسي.
