کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان د پولیسو مشر (آی جي) محمد طاهر د کلی ببري هنه سیمې ته سفر وکړ، چې ورسره د کوټې ډي آی جي عمران شوکت او نور لوړپوړي پولیس چارواکي هم مل وو. نوموړي ته د شعبان عملیاتو او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه مفصل معلومات ورکړل شول او له عملیاتو کې برخه اخیستونکو پولیسو افسرانو او سرتېرو سره یې وکتل. آی جي محمد طاهر د پولیسو زړورتیا، مسلکي وړتیا او قربانۍ وستایلې او ویې ویل چې د بلوچستان پولیس د نورو امنیتي ادارو ترڅنګ د ترهګرۍ پر ضد په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي او د ولس د سر او مال د ساتنې لپاره به خپل ماموریت تر وروستي حده دوام ورکړي.
