کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان نېشنل ګوند د مرکزي اطلاعاتو سېکرټر او پخواني وفاقي وزير آغا حسن بلوچ په مشرۍ د ملک عادل خان بازدئي په کور کې د ټولو سياسي ګوندونو او د زيارت د شهيدانو د وارثانو ګډه غونډه ترسره شوه، چې پکې د بېلابېلو سياسي ګوندونو مشرانو او د شهيدانو کورنيو ګډون وکړ. غونډې د روان احتجاجي تحريک او د ولس پراخ ګډون وستايه او پرېکړه يې وکړه چې احتجاج به نور هم پراخېږي. ګډونوالو له ولس څخه وغوښتل چې د جولای په ۱۵مه په ګوادر، پنجګور، تربت، چمن، ژوب او هرنايي کې جوړېدونکو لويو ولسي غونډو کې په پراخه کچه ګډون وکړي. همدارنګه اعلان وشو چې د جولای په ۱۶مه به د «د زيارت د شهيدانو څلورلارې» (د سکرو دروازې) پر مرکزي پرلت کې ښځې او ماشومان هم ځانګړی ګډون کوي، او د جولای په ۱۷مه به د سهار له خوا شټرډاون هړتال ترسره کېږي چې د برياليتوب لپاره يې له سوداګرو او ولسه د همکارۍ غوښتنه وشوه. غونډې د حکومتي پلاوي سره د شويو خبرو اترو جاج واخيست او د ټولو سياسي ګوندونو او د شهيدانو د وارثانو په سلا يې د ګډو غوښتنو مسوده وروستۍ کړه. ګډونوالو په بلوچستان کې د امنيتي وضعيت پر خرابېدو اندېښنه څرګنده کړه او د زيارت د پېښې د قضايي کمېسيون له لارې د خپلواکو پلټنو، له اغېزمنو سيمو څخه د وسلوالو ډلو او ترهګرو د بشپړې له منځه وړلو، د لېويز ځواک د سمدستي بحالۍ او د ایف سي په اړه خپل مخکيني مطالب يو ځل بيا تکرار کړل. د غونډې په پای کې ژمنه وشوه چې د شهيدانو د وينې د انصاف او د ټولو غوښتنو تر منلو پورې به احتجاجي تحريک دوام ولري.
