مقامی ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

د زیارت د شهیدانو قربانۍ به هېرې نه شي، د سولې لپاره دې ټول پښتانه سره یو موټی شيعارفه صدیق اېډوکېټ

کوټه (وېب نیوز)د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د ښځو او بشري حقونو صوبایي سیکرټرې او د بلوچستان اسمبلۍ پخوانۍ غړې عارفه صدیق اېډوکېټ د زیارت د شهیدانو د کورنیو سره د یووالي څرګندولو لپاره د کویله پهاټک احتجاجي پرلت ته په وینا کې د شهید شویو پولیسو سرتېرو قربانۍ وستایلې او ویې ویل چې د پښتون وطن د امن لپاره باید ټول پښتانه خپل اختلافات یوې خوا ته کړي او په ګډه د سولې، عدالت او امنیت لپاره کار وکړي. هغې وویل چې د شهیدانو د کورنیو غم د بیان وړ نه دی او ښځینه وکیلان به د هغوی د قانوني او آئیني حقونو د ترلاسه کولو لپاره هره ممکنه مبارزه وکړي. نوموړې د ارواښاد عثمان خان کاکړ یاد تازه کړ او ویې ویل چې له هغه وروسته پرله‌پسې د ترهګرۍ پېښې د سختې اندېښنې وړ دي. هغې غوښتنه وکړه چې په سویلي پښتونخوا کې دې د ټولو وسلوالو ډلو سرپرستي پای ته ورسول شي او د امن د ټینګښت لپاره دې ټول سیاسي ګوندونه، مدني ټولنه او ولس په یوه ګډ ملي دریځ سره متحد شي.