مقامی ۱۴ جولائی ۲۰۲۶

د زیارت د پرلت غوښتنې دې ومنل شي، که نه احتجاج به لا پراخ شي آل پارټیز لورالایي

لورالایي (وېب نیوز) د زیارت، هنه اوړک او د جنوبي پښتونخوا د ناامنۍ پر ضد د آل پارټیز له خوا احتجاجي غونډه ترسره شوه. ویناوالو وویل چې حکومت د امن او نظم په ټینګښت کې بشپړ ناکام شوی او خلک د ترهګرو، تښتوونکو او مجرمانو له ګواښ سره مخ دي. دوی غوښتنه وکړه چې د زیارت د احتجاجي پرلت ټولې غوښتنې دې ژر تر ژره ومنل شي، کنه د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه شي.