قلات (وېب نیوز) د قلات ډویژن نوم خضدار ډویژن ته د بدلولو پر ضد په بلوچستان هایکورټ کې آئیني درخواست ثبت شوی دی. درخواست کوونکي محمد ادریس اېډوکېټ دریځ خپل کړی چې د قلات تاریخي نوم بدلول د سیمې د تاریخي، کلتوري او ملي هویت خلاف اقدام دی او د پاکستان د اساسي قانون د ۱۴ او ۲۸ مادو سرغړونه ده. په عریضه کې له محکمې غوښتنه شوې چې حکومتي نوټیفکیشن غیر آئیني وګرځوي او د قلات تاریخي نوم بېرته بحال کړي.
